اسلام آباد (مانند نیوز) پاكستان د هندي وزيراعظم بې بنسټه ٬ پارونكي او غير مسؤولانه تورونه په څرګندو ټكو مسترد كولو سره وئيلي دي چې په تحریفونو ٬ غلط بیانۍ او پارونكو بيانونو مشتمل د دغه ريماركس ښكاره مقصد تنګې سياسي ګټې لپاره سيمه ايز تاؤ تريخوالي زياتول دي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دا ډول بيانونه نه يوازې د اولس د بې لارې كولو قصدي هڅې عكاسي كوي بلكې د ذمه وار رياستي نظام د اصولو خلاف ورزي هم كوي ٬ ده ووئيل دړكې وركول او د يو خپلواكه هېواد په ضد په پوځي كارروايۍ وياړ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون د وضعه كړې اصولو ښكاره خلاف ورزي ده ٬ دا خطرناكه رويه د سيمې امن او استحكام ته زيان رسوي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې يو مستقل او فعاله شراكت دار دے٬ پاكستان د ترهګرۍ كارروائيو سره د تړلو كوم هم تور په حقيقت كښې غلط او په ښكاره توګه بې لارې كوؤنكے دے۔ دا يوه حربه ده او كومه چې هند په جمو وكشمير كښې د ظلم خپلې پالېسۍ څخه پام بل پلو ګرځولو له كاروي۔ ده ووئيل پاكستان د قربانۍ ګډورې جوړولو سره هند په جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په روانو سختو خلاف ورزيو پرده اچول غواړي۔ وياند ووئيل پاكستان په هند زور راوړے چې هغه دې د ذمه وارۍ او زغم څرګندونه وكړي٬ زياتېدونكي بيانونه او جارحانه انداز له تاؤ تريخوالي زياتولو پرته بل كوم هم مقصد نه ترسره كوي۔ ده ووئيل هند له به فرضي بيانيو او انتخابي ګټه پورته كولو له جنګيالي عزائمو ته د تللو په ځائې سولييز خبرو او د سفارت كارۍ دلارې تصفيه طلب شخړې حل كولو پلو تلل وي۔ د بيان له مخې پاكستان د سولييزې ګاونډګيرۍ ٬ سيمه اييز استحكام او تعميري مشغوليت عزم لري۔ بياهم امن كښې خوښي لرل دې زمونږ كمزوري ګڼلې نه شي۔ د پاكستان اولس او وسله وال ځواكونه د هېواد خپلواكۍ او سيمه اييزې سلامتيا دفاع لپاره چمتؤ دے۔ وياند په ډاګه كړه چې د كومې هم مهم جويۍ يا جارحيت به عزم سره او مناسب ځواب وركولے شي۔ بيان كښې دا هم وئيلې شوي چې نړيواله ورورولي دې د هند د جارحانه او په كركه د اډانه بيانيې په جدي توګه نوټس واخلي كومه چې د سيمې امن خطر سره مخ كوي۔ د بيان له مخې په سوئيلي آسيا كښې استحكام په ځايې ساتلو له د دې ډول بيان بازۍ او اقدامات حوصله شكني ضروري ده٬ شخړې د چا په ګټه كښې نه دي او د تلپاتي امن لاره خبرو اترو ٬ دوه اړخيزه احترام او د نړيوال قانون رعايت كولو سره تړلې ده ليکنه چليدنه هندي پراکسیز بايد منع شي٬ په دې اړه دې راتلونکي لپاره د عمل لاره وټاکل شي: نائب وزيراعظم اسحاق ډار متحدہ عرب امارات کښې 01 ذی الحجه په 28 مئي او لوی اختر په 06 جون متوقع دے