اسلام آباد (مانند نیوز) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ د بلوچستان خضدار ضلع كښې د سكول په بس د دښمن د ناوړه بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دښمن زمونږ د تاريخ نه خبر نه دے٬ د قربانۍ په وخت زمونږ د بچو قصې هم په غوره ټكو ليكلې كيږي،د هند د هر دول کارروائیو به په زړه پوري ځواب وركولې شي، قام متحد دے، او د ترهه ګرۍ به بشپړه خاتمه كولې شي۔ د شورو په ورځ قامی اسمبلۍ كښې وفاقی وزیر ووئيل قام په بهادرۍ سره د پاك پوځ مرسته كړې، دښمن له په ماتي وركولو د لويي څښتن شکر ادا کوو۔ ده ووئيل نن دښمن د بلوچستان په ضلع خضدار كښې د سكول په بس بريد كړے چې پكښې بے ګناه ماشومان په نخښه شوي۔ده ووئيل دښمن زمونږ د تاريخ نه خبر نه دے، د قربانۍ په وخت د پاكستان د بچو قصې هم په غوره ټكو ليكلې كيږي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل دښمن طاقت او جرات نه لري۔ ده ووئيل فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په مشرۍ كښې پاك پوځ په روایتی جنګ كښې هند له ماتې وركړې،اوس دښمن د پراکسیز د لارې په هېواد بريد كوي،په خاص توګه بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د فتنه الخوارج فنډنګ او مرستې د لارې د ترهه ګرۍ پېښې كيږي۔ده ووئيل دښمن روایتی جنګ كښې كومه كاميابي نه ده ترلاسه كړې،هغوي د تاريخ بدترینه ماتې سره مخ شوي ۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان قام متحد دے، فتنه الخوارج کومه مسئله نه ده،مونږ د هند ایئر بیسز، براهموس او رافیلز الوتكي رانسكوري كړي۔ ده ووئيل دا ايوان په ماشومانو د بريد غندنه كوي، ټول قام به د هند پراکسیز له ډير زر ماتې وركړي۔ده ووئيل د ترهه ګري په ختمولو به په قلاره كېښنو۔ده ووئيل ترهه ګر دې په غلط فهمۍ كښې نه پاتې كيږي چې ماشومان په نخښه كولو سره به قام کمزورې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل تر څو چې يو يو ترهه ګر ختم نه كړو،په قلار به نه كېښنو۔ده ووئيل د نن رامخې ته شوي پېښي به پلټني كولې شي او ككړ كسان به انجام ته رسولې شي۔ د اطلاعات وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل ځيني ماشومان په آئی سی یو كښې پراته دي،ده د ژوبل ماشومانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔ په آخر كښې ده د دې عزم پخلے وكړو چې هند له به د ټولو کارروائیو په زړه پوري ځواب وركولې شي او ترهه ګر به ختمولې شي۔ ليکنه چليدنه د سعودي په غزه كښې په اسرائيلي عسكري كارروائيو كښې د زياتوالي سخته غندنه هندي پراکسیز بايد منع شي٬ په دې اړه دې راتلونکي لپاره د عمل لاره وټاکل شي: نائب وزيراعظم اسحاق ډار