اسلام آباد (مانند نیوز) د پاکستان د وسله والو ځواكونو وياند لیفټیننټ جنرال احمد شریف چوهدری وئيلي چې د پاکستان په ضد استعمال شوي د هند 26 ملټری ټارګټس په نښه كړې شوي،په کنټرول لائن يواځي هغه پوځي تنصیبات په نښه كړې شوي كومو څخه چې پاکستان او کشمیر كښې بے ګناه وګړي په نښه كيدل،د لوے څښتن مننه كوو چې مونږ كاميابۍ سره مخ شوې يو،په دوه ځايونو د هند اېس 400 بیټری سسټم کامیابۍ سره په نښه كړې شوي،د پاکستان وسله والو ځواكونو قوم سره كړې لوظي پوره كړې۔ده د اتوار په شپه آئي اېس پي آر كښې د پاك فضائیه او پاك بحریه نمائندګانو سره ميډيا ته بریفنګ وركولو۔د آئي اې پي آر ډي جي لیفټینینټ جنرال احمد شریف ووئيل زه تاسو له د ’آپریشن بنیان مرصوص‘ په اړه مهم بريفنګ دركوم۔په 6 او 7 مئی د هندي جارحيت په نتيجه كښې د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ شمير كسان شهيدان شوي،زمونږ زړه او همدردۍ د شهيدانو د كورنيو سره دي۔ده ووئيل د هندي جارحيت په نتيجه كښې آپریشن بنیان مرصوص پېل شوې او د پاكستان وسله والو ځواكونو د قوم سره كړې لوظ پوره كړې په دې د لوے څښتن مننه كوو۔د پاك پوځ وياند ووئيل د هېواد په دفاع كښې د خپلو ځانونو قرباني وركونكو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو، د پاکستان پوځ د خپل غيور او بهادر اولس مننه كوي،ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو دښمن له په زړه پوري ځواب وركړې،د پاکستان په ضد استعمال شوې د هند 26 ملټری ټارګټس په نښه كړې شوي، په کنټرول لائن هغه پوځي تنصیبات په نښه كړې شوي د كومو څخه چې په كشمير كښې بے ګناه وګړي په نښه كړې شوي،د لوے څښتن مننه كوو چې مونږ له ئې ګټه راكړه۔ده ووئيل هند د ډرونز د لارې د پاكستان د فضائی حدود خلاف ورزی کړې، پاکستان ټول بريدونه په پوهه او مهارت سره كړي دغسې چې شهري آبادی په نښه نه شي، په دوه ځايونو د هند اېس 400 بیټری سسټم کامیابۍ سره په نښه كړې شوي۔ ليکنه چليدنه پاکستان په نن ورځ ترسره شوي جنګ بندۍ لوظنامه عملدرآمد له لوظي دے ۔ د خارجه دفتر وياند متحده عرب امارات كښې لويې اختر د جون په 6مه نېټه امكان لري