اسلام آباد (مانند نیوز) پاكستان د پهلګام پېښه مشكوك ګرځولو سره وئيلي دي د دې پېښې په اړه د هند اقدامات معامله زياته مشكوك كړې ده ٬ د پهلګام پېښې ځاے لاره ډېره سخته او د پولې نه ډېره لرې ده خو د دغې باووجود اېف آئي آر په لسو دقيقو كښې درج كول د باور وړ نه دي٬ په تندۍ سره درج كړے شوي اېف آئي آر او د ثبوت نه غېر بې بنسټه تورونو يو شمېر پوښتنې راپېدا كړې دي۔ د شورو په ورځ نائب وزيراعظم او د آئي اېس پي آر ډي جي احمد شريف چوهدري سره د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان ووئيل د پهلګام پېښې ټول صورتحال مشكوك كړے دے٬ ده ووئيل د پهلګام پېښې د ځائے لاره ډېره سخته او د پولې نه ډېره لرې ده خو د دغې باووجود اېف آئي آر په لسو دقيقو كښې درج كول د باور وړ نه دي۔ده ووئيل داسې معلومېږي چې د دې مقصد يوازې پاكستان هدف ګرځول دي۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان ووئيل هند له د پېښې سپېځلو پلټنو لپاره د وړاندېز په زړه پورې ځواب وركول پكار دي۔ شفقت علي خان ووئيل پهلګام پېښه مشكوك ده٬ د پېښې په اړه د هند اقدامات معامله زياته شمكنه كړې ده٬ د پهلګام پېښې ځائے لاره ډېره سخته او د پولې نه ډېره لرې د خو د دغې باووجود د اېف آئي آر په لسو دقيقو كښې درج كول د باور وړ نه دي ليکنه چليدنه پاکستان په ډيجيټل معيشت كښې بدلونونه رامخې ته كوي ، سرمایه كارانو ته د بشپړه مرستې باور وركوو او د اوږدې مودې همكارۍ عزم لرؤ: د وزيراعظم شهباز شريف سرمايه كارانو سره ملاقات كښې خبرې د كډوالو په پاليسيو كښې بهترۍ سره د اقتصادي استحكام نوې موقعې راپيدا كېدې شي۔ آئي اېم اېف