اسلام آباد (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريکي د کانګرېس غړو پلاوي مهم ملاقات کړې دې،پلاوي كښې د کانګريس مين جيك برګ مين، ټام سوزي او جوناتھن جيکسن شامل وو۔د كورنيو چارو وزير طلال چوهدري، د امريکې لنډمهاله سفير نټالي بيکر او وفاقي سيکرټري خرم آغا هم په دې موقع موجود وو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔دواړه اړخه معيشت، تجارت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوي دغسې امنيت ، ترهه ګرۍ مخنيوي او په بارډر سيکورټي هم خبري اتري شوي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې محسن نقوي ووئيل امريکا سره قوي اړيكي د پاکستان خارجه پاليسۍ كښې لوئ حيثيت لري۔ده ووئيل په 30 اپرېل امريکا كښې د پاکستان کاکس كول خوشبينه پيش رفت دې۔په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د ترهه ګرۍ او پاتي نړۍ ترمينځه د ديوال په شان ولاړ دې۔ده ووئيل تره هګري يو نړيوال چيلنج دے او بايد نړيواله ورورولي د پاکستان بشپړه مرسته وكړي۔په دې خبلره زور راوړلو سره ووئيل د ترهه ګرۍ په څانګه كښې انټيلي جنس او ټيکنالوجي اشتراك لوئ اهميت لري۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد پاکستان لوئ قربانۍ وركړې دي كوم چې مثال نه لري۔ده ووئيل د امريکې د کانګريس غړو دوره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان ځانګړي كردار رامخې ته كولو كښې مهم دې۔د امريکې کانګريس پلاوي ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان کردار رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔دوي ووئيل امريكا كښې مېشته پاکستاني کميونټي لوئ صلاحيت لري او په زړه پوري محنت كوي۔ ليکنه چليدنه حکومت بهر هېواد كښې مېشته پاکستانيانو له ټول بنيادي سهوليات وركولو له كوټلي ګامونه پورته كوي۔عون چوهدري د سعودی عرب او امریکې تر مينځه د اتومي توان په اړه لوظنامه لاس ليك كولو لپاره خبرې اترې روانې دي