اسلام آباد (مانند نیوز)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب سره د امريكې لنډ مهاله سفير نټالي بيكر ملاقات كړې۔ د فنانس ډويژن لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب سره د امريكې ناظم الامور او لنډ مهاله سفير نټالي بيكر د جمعې په ورځ فنانس ډويژن كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې اقتصادي مرستې ته د ودې او د پاكستان په ترجيحي څانګو كښې د امريكائي سرمايه كارۍ زياتولو امكانات شامل وو۔ د خزانې وزير نټالي بيكر ته د حكومت د پراخا معاشي اصلاحتي ايجنډې په اړه بريفنګ وركړو۔ نټالي بيكر د پاكستان معاشي پرمختګ او سخت خو د ضروري اصلاحات نفاذ عزم وستائلو۔ ده د هېواد معاشي بحالۍ صلاحيت او اوږدې مودې استحكام لپاره د شوې اقداماتو ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال ډلو دوه اړخيزه اقتصادي اړيكې لا قوي كولو او شريك معاشي اهداف مخ په وړاندې بوتللو لپاره په نوو څانګو كښې د مرستې امكانات لټولوعزم پخلے هم وكړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *