لاهور (مانند نیوز) صدر مملکت آصف علی زرداری د 62 م نيشنل اوپن پولو چيمپئن شپ په فائنل كښی د خاص ميلما په حيث ګډون وكړو او لوبغاړو ته يۍ انعامونه وركړل۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د پولو چېمپئن شپ په اختتامي دستوره كښی لوبغاړو ته انعامونه وركړل۔ صدر مملکت د 62 م نېشنل اوپن پولو چېمپئن شپ ګټونكې لوبډلې له د قائدِ اعظم ګولډ کپ 2025 ټرافي هم وركړه۔ په دې موقعه پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف ٬ د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان ٬ د الفلاح بېنك سي اي او عاطف باجوه او د لاهور پولو كلب مشران عهدېداران موجود وو۔ د فائنل په پايه صدر مملکت آصف علی زرداری د نورو کېټیګریز ترمينځه هم انعامونه تقسيم كړل۔ ليکنه چليدنه د وزيراعظم په خيبر پښتونخوا كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ستائنه د افرادي قوت برآمد په اړه په سوشل ميډيا د تورونو معامله٬نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار حقائق رامخې ته كولو لپاره د كمېټۍ جوړولو احكامات جاري كړي