اسلام آباد  (مانند نیوز)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سوئېلي وزيرستان كښې په جومات كښې د چاودنې پېښې غندنه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر د چاودنې په نتيجه كښې د جے يو آئي لارښود مولانا نديم او د نورو ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل چې د روژې مباركې مياشت په مهال د جومات بې حرمتي كول او بې ګناه ځانونو ته زيان رسوونكو د مسلمان بللو حق نه لري۔ جومات كښې چاودنه د انسانيت او اسلام دښمنو بزدلانه كاروائي ده٬په جومات كښې مونځ كونكي په نښه كول په انساني شكل كښې ځناور دي۔ترهګر به خپل ناوړه مقصدونو كښې چرې هم كامياب نه شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *