اسلام آباد (مانند نیوز)وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ترمخه بېل اقدامات او پروژې په وخت عملي كولو او بشپړولو لپاره دواړو هېوادونو له په ګډه د كار كولو په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي چې د دواړو هېوادونو مشران او اولس د اړيكو لا قوي كولو له لوظي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې تعينات د چين سفير جيانګ زيډونګ سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې هغه سره ملاقات كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كيانګ لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔ده د قامي اولسي كانګريس او چينائي اولس سياسي مشاورتي كنفرنس”دوه غونډي”كاميابولو د چين مشرتابه او قوم له مباركي هم وركړې۔د پاكستان او چين دوه اړخيزه سټريټجك اړيكو مثبت رفتار د كوم څرګندونه چې صدر آصف علي زرداري د چين اوسنۍ دوري په مال كړي ٬ د اطمينان څرګندوني سره وزيراعظم ټولو بنيادي مسئلو د پاكستان اوږدې مودې او پرله پسې ملاتړ د چين مننه وكړه۔ده د چين قامي خوښۍ په چارو د پاكستان پرله پسې او غېر متزلزل ملاتړ هم پخلے وكړو ٬ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو مشرتابه او اولس د پاك چين”آل ويدرسټريټجك كو آپريټو پارټنرشپ”لا قوي كولو له لوظي دې۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه سيكورټي او ترهه ګرۍ مخ نيوي په مرسته په پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم خوښۍ څرګنده كړه چې سږ كال صدر شي جن پنګ 2015 كښې د پاكستان تاريخي دورې لسمه سالګره ولمانځلې شوه۔په دې لړ كښې وزيراعظم په دې يادګار موقع په ښه طريقه لمانځلو هدايات جاري كړې۔ده صدر شي جن پنګ ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنې هم تجديد كړی۔د ملاقات په مهال وزيراعظم د چين-پاكستان اقتصادي راهداري له مخې بېلو اقداماتو پروژې په وخت نفاذ او بشپړ كولو باوري كولو لپاره دواړو ډلو له په ګډه د كار كولو اهميت رامخې ته كړو۔د چين سفير د چين مشرتابه لپاره په نيكو خواهشاتو د وزيراعظم مننه وكړه۔ده وزيراعظم د پاك چين دوه اړخيزه مرستې تازه ترين پېشرفت نه خبر كړو۔په هېواد كښې ميكرو اكنامك صورتحال ښه والي كښې د حكومت كاميابۍ ستائېلو سره د چين سفير د دې خبرې پخلې وكړو چې چين به د پاكستان قامي پرمختګ هڅو كښې خپل بشپړه ملاتړ او مرسته روانه ساتي۔ ليکنه چليدنه د سينيټ غونډه كښې د ترهګرۍ پيښو كښې شهيد شوو وګړو او امنيتي اهلكارو لپاره دعا المان دې د ترهګر تنظيمونو د ملاتړ خطرو جاج واخلي۔ روسيه