اسلام آباد (مانند نیوز) داخله وزير محسن نقوي په آئي نائن كښې د تورونو په ډزو د ټرېفك پوليس شهيد شوي ځوان زبېر شاه ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د غم دړد په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره ولاړ يؤ٬ په دې پېښه كښې ككړ به ډېر زر نيولو سره د قانون منګلو ته سپارلې شي۔ داخله وزير د اتوار په ورځ په خپل بيان كښ د شهيد پوليس ځوان كورنۍ سره د زړه له كومي خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې غمجنې كورنۍ سره يو برابر شريك يؤ۔ داخله وزير د افسوس وړ دې پېښې نوټس اخستلو سره د تورنو زر تر زره د نيولو امر وكړو۔ ده ووئيل د شهيد كورنۍ ته د انصاف رسونه به باوري كولې شي ٬ د شهيد د كورنۍ به بشپړ خيال ساتلے شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *