اسلام آباد (مانند نیوز) د سرمایه كارۍ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان ووئيل د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه اړيكو لا قوي كولو او دواړو هېوادونو كښې رابطي زياتول غواړو، پاكستان د سېلګرۍ بشمول د آذربائیجان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولې شي۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې آذربائیجان په پاكستان كښې سفیر خضر فرادوف د وفاقی وزیر عبدالعلیم خان سره ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه تجارتی شراكت دارۍ ته ودي وركولو ته اتفاق وكړې شو۔عبدالعلیم خان ووئيل د آذربائیجان اوسنۍ دوره یادګار، هلته ملاقاتونه مثبت او د ډاډ وړ وو۔وفاقی وزیر ووئيل پاكستان او آذربائیجان ترمينځه رابطې زياتول غواړو، پاكستان د سېلګرۍ بشمول د آذربائیجان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولې شي٬ مونږ له خپلي شريكي اړيكي په بزنس او دوه اړخيزه ټریډ كښې بدلولو ته اړتيا ده۔وفاقی وزیر د آذربائیجان كمپنیو له هم په پاكستان كښې د سرمایه كارۍ كولو او بزنس وړانديز وركړو۔ملاقات كښې كراچۍ نه تر سكھر او سكھر نه تر حیدرآباد اېم 6 او اېم 9 موټرویز لپاره په سرمایه كارۍ هم خبري اتري وشوي۔ملاقات كښې د پاكستان، آذربائیجان او تركیې درې واړو هېوادونو شريكو هڅو په تجویز هم غور وشو۔ده ووئيل آذربائیجان لپاره بورډ آف انویسټمنټ سره د فوكل پرسن د لارې به رابطه ساتلے شي۔ ليکنه چليدنه د قومی اسمبلۍ سپیکر د ماسکو دوري مقصد پارلمانی تبادلو د لاري د ملګرتيا اړيكي لا قوي كول دي ۔ د خارجه دفتر ويانده لاهور 71 لكهه 38 زره څخه ووټرانو سره تر ټولو لويه ، کولائی پالس 44 زره 47 ووټرانو سره تر ټولو كوچنۍ ضلع ده۔الیکشن کمیشن