اسلام آباد (مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د برتانيې وزير او د خارجه چارو ٬ دولت مشتركه او پرمختګ پارليماني انډر سېكتر همېش فالكنز ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پارليمنټ هاؤس ته په رارسېدو همېش فالكنز ته هركلې ووې۔ سپيكر د برتانيې وزير او د خارجه چارو ٬ دولت مشتركه او پرمختګ پارليماني انډر سېكتر همېش فالكنز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ سپيكر د دولت مشترکه غړو هیوادونو ترمنځ د پارلماني اړیکو په پراختیا ټینګار كولو سره ووئيل چې پاکستان د دولت مشترکه يو فعال غړے دے٬ د دولت مشترکه د یو مسؤل غړی په توګه، پاکستان تل د دولت مشترکه د پرېکړو او پالیسیو خيال ساتلے دے۔ سردار اياز صادق ووئيل په پاکستان کښې د جمهوري ادارو مضبوطولو لپاره د برتانيې او دولت مشترکه هڅې د ستاينې وړ دي۔ ده زياته كړه چې پاکستان برتانيې سره خپلو پخوانو ، تاريخي او دوستانه اړيکو ته ډير اهميت ورکوي۔ همیش فالکنر په تود هركلي كولو د قامي اسمبلۍ د سپيكر مننه وكړه۔ ليکنه چليدنه سعودی عربستان په غزه كښې د يو اين آر ډبليو اے په سكول د اسرائيلي بريد وغندلو د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د آسټریلیا هائی کمشنر نیل هاکنز د نهې په ورځ ملاقات كړے