اسلام آباد (مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د كرغزستان په پلازمينه بشكيك كښې پاكستاني زده كوونكو سره په رامخې ته شوې پېښه د ژورې خواشينۍ څرګندونه كړې ده۔ دې ځايې څخه د جاري شوبي بيان له مخې سپيكر په كرغزستان كښې په روانه وضعه كښې پاكستاني سفارت ته زده كوؤنكو سره د هرې ممكنه مرستې هدايت كولو سره وئيلي چې زده كوؤنكي زمونږ د سباؤن قيمتي اثاثه دي دوئي به په سخت وخت كښې يوازې پرېښودلې نه شي۔ په بهرنيو هېوادونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكي د پاكستان سفيران دي٬ په كرغزستان كښې پاكستانې سفارت دې د زده كوؤنكو كورنيو ته په وخت معلومات وركوي۔ ده ژوبل شويو زده كوؤنكو لپاره د هرې ممكنه طبي مرستې برابرولو هدايت كولو سره په كرغزستان كښې مېشته پاكستاني زده كوؤنكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او د دوئي د خوندیتوب دعا وکړه۔ ليکنه چليدنه د تركيې خارجه وزير هاكان فيدان به د 19 نه تر 20 مئي د پاكستان دوره كوي۔د خارجه دفتر ويانده د وزیرِاعظم په کرغزستان كښې د پاكستاني زده كوؤنكو ريسكيو كولو او د هغوي مرسته كولو له وفاقي وزير انجينئر امير مقام ته په سمدستي توګه بشكيك ته د روانيدو هدايت