اسلام آباد (مانند نیوز) آئی اېم اېف ډلي سره د خبرو اترو په وجه د وزيرانو غير موجودګۍ له امله د قامی اسمبلۍ په ایجنډا شامله د پوښتنو دمه او د پام راګرځونې نوټسز ځنډولې شوي۔د شورو په ورځ د غونډي په پيل ډپټی سپیكر سید غلام مصطفی شاه ایوان خبر كړو چې د آئی اېم اېف ډلي په وجه اړوند وزيران نشته،چې له امله ئې د پوښتنو دمه او نوره كارروائی ځنډولې شوې ۔د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړي حنیف عباسی ووئيل هر ځاے وئيلي كېږي او اوريدلې كېږي چې پارلیمنټ سپریم دے ، بايد وزيران دلته موجود وي ځكه چې هغوې د دې ايوان لپاره منتخب شوي،يواځي تقریرونو لپاره نه دې ټاكلې شوي۔ ډپټی سپیكر ووئيل آئی اېم اېف ډلي سره د خبرو په وجه وزيران دلته نشته۔ حنیف عباسی ووئيل د وزيرانو حاضرۍ تفصیلات څخه دې ایوان خبر كړے شي۔ ليکنه چليدنه د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کریم کنډی د حضرت موسیٰ پاك ؒشهید د دربار زيارت وكړو د تركيې خارجه وزير هاكان فيدان به د 19 نه تر 20 مئي د پاكستان دوره كوي۔د خارجه دفتر ويانده