اسلام آباد (مانند نیوز) پاکستان او ایران تجارت او د مواصلاتی رابطو پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو او د ترهه ګرۍ ختمولو له شريكو هلو ځلو ته اتفاق کړے۔ دا اتفاق د ګل په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د وزیراعظم محمد شهباز شریف او ایران صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسی ترمينځه ملاقات كښې راغلے۔ وزیراعظم هاؤس ته په راتګ وزیراعظم شهباز شریف د ایران صدر هركلے وكړو۔دواړو لارښودو د يو بل لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په ملاقات كښې ووئيل د ټولټاكنو نه پس هغه وړومبے مشر دے كوم څوك چې د پاکستان دوره كوي،زما پشمول ټول پاکستانے قام د هغه د دورې هركلے كوي۔د ایران صدر په تود هركلې كولو د وزیراعظم مننه وكړه۔دواړو لارښودو د ایران پاکستان دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو په بيلو څانګو كښې په مرسته ، تجارت او مواصلاتی رابطو زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د دواړو هېوادونو د اړخه شريكو هلو ځلو ته اتفاق وكړو ليکنه چليدنه ډاکټر علامه محمد اقبال ځوانان د خپل اسلافو د قربانو، د هغوې د عظمت او خپل میراث څخه خبرولو كښې مهم كردار ترسره كړې دے۔وزیر اعظم محمد شهباز شریف د ايراني صدر مزار اقبال ته حاضري ٬ فاتحه خواني يۍ وكړه ٬ په مزار يۍ د ګلونو څادر خپور كړو