اسلام آباد (مانند نیوز) د پاکستان ویمن او وېسټ انډیز ویمن ډلو ترمينځه د يو ورځنو نړيوالو میچونو سیریز دويم میچ به په 21 اپرېل نېشنل سټیډیم کراچۍ كښې كېږي۔ وېسټ انډینز ډلې ته د كوربه ډلې په ضد د درېو ميچونو په سیریز كښې د 0-1 په حساب وړاندې والې ترلاسه دے۔د وېسټ انډیز ویمن ډلې وړومبي ون ډے میچ كښې د پاکستان دلې له په 113 رنز سره ماتې وركړې ؤه ۔د وېسټ انډیز ډله دا مهال د پاکستان په دروه ده چرته به چې د كوربه ډلې په ضد درې ون ډے او 5 د ټی ټونټی میچونو سیریز کوي۔د درېو ون ډے میچونو سیریز كښې د وېسټ انډیز ډلي مشري هیلی میتھیوز کوي دغسې د پاکستان ډلي مشري نداډار كوي۔ ۔ ليکنه چليدنه ٓئي ایم ایف سره د خبرو اترو په لړ كښې د روپۍ په قدر كښې د ډېر كمي راتللو امکان نشته، د خزانې وزير د کابلوم برګ سره مركه متحده عرب امارات،د باران له امله د مړو شميره 4 ته ورسيده