مکه مکرمه(مانند نیوز ) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت عمرې لپاره د درې مياشتو وېزې جاري كېدو په اړه سپيناوې كړې دې۔ د عکاظ ورځپاڼې له مخې وزارت وئيلي چې د عمرې وېزا به اوس درې مياشتو لپاره جاري كولې شي او د دې ميعاد به د وېزې جاري كېدو سره پېل كيږي۔ سعودي چارواكو د هر كال حج سيزن او مكه مكرمه او مدينه منوره ته د زائرينو راتلل پام كښې نيولو سره بهر هېوادونو څخه د راتلونكو عمره زائرينو د وېزو ميعاد ختمېدو وروستۍ نېټه د ذي قعدې 15 مه ټاكلې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې څخه وړاندې د عمره زائرينو د وېزو موده به د ذي قعدې په 29 مه نېټه ختمېده۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *