اسلام آباد(مانند نیوز)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)لخوا ګلګت بلتستان ته د غنمو سبسډي په مد كښې د 7.3 ارب روپو منظوري خوشبينه ده٬دې څخه به د ګلګت بلتستان لپاره د غنمو د سبسډۍ مسئله سږ كال لپاره حل شي۔جاري بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان اولس خوشحالي د وفاقي حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬قائد محمد نواز شريف تل د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان منطقې خپل زړه ته نزدې ګرځولې دي۔انجينئر امير مقام ووئيل نواز شريف تل ګلګت بلتستان د سي پېك بيس كيمپ ګرځولے او د هغه دغه وژن وزيراعظم شهباز شريف به تر رسولو مكمل هڅه كوي۔د ووئېل د مسلم ليګ(ن)وفاقي حكومت به اقتدار كښې د راتللو سره ګلګت بلتستان كښې د غنمو سبسډۍ په اړه د بحراني كيفيت خاتمه وكړ

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *