اسلام اباد(مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا قرارداد نيك مرغه ګرځولو سره وئېلي دي نړيواله ورورولي دې په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د سلامتي كونسل په قرارداد عمل درامد باور كړي ۔د وزيراعظم دفتر ميډيا څانګې څخه د جاري بيان تر مخه ده ووئېل په غزه كښې په تش لاسي فلسطنيانو د صهيوني ظلم او جبر په مستقل توګه بندول پكار دي ۔وزيراعظم ووئېل د اسرائيل په وحشيانه بريدونو كښې تر اوسه په زرګونو مېرمنې او كوچنيان شهيدان شوي۔ ده ووئېل په غزه كښې د اسرائيل د اړخه په روغتونونو او د كډوالو په كېمپونو بريدونه ډېر د غندلو وړ دي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئېل پاكستان به د خپلو ورونړو او خوېندو د 1967 نه وړاندې سرحدونو تر مخه د فلسطيني رياست تر لاسه كولو له خپله مرسته روانه ساتي۔ ليکنه چليدنه وزیراعظم شهباز شریف سره د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان ملاقات چين پاكستان همكارۍ ته د زيان رسولو كومه هم هڅه به كاميابه نه شي٬ د چينائي خارجه وزارت د داسو هائيډرو پراجيكټ په قافله د بريد غندنه