اسلام آباد (مانند نیوز) اليكشن كمېشن د سپریم کورټ لخوا د پېښور هائی کورټ حلقه پی کے 91 کښې د انتخابی عمل معطل كولو پريكړه كالعدم ګرځولو نه پس نوے شيډول جاري كړے دے چې له مخې به ئې د نامزدګۍ کاغذونو جانچ پړتال تر 5 جنورۍ كېږي دغسې د نامزدګۍ کاغذونو د ريټرننګ آفسر د اړخه منظورولو يا رد كولو په ضد اپيلونه به تر 9 جنوري دائر كولې شي، دغسې د اپيليټ ټريبونل د اړخه په دې پريكړې به د جنورۍ تر 16مې نيټې كېږي ۔د كانديدانو نظرثانې شوے فهرست به د جنورۍ په 17مه نېټه جاري كولې شي، د نامزدګۍ کاغذونه به د جنورۍ په 18مه نېټه بيرته اخستلې شي او انتخابي نښې به د جنورۍ په 19مه نېټه وركولې شي۔ ليکنه چليدنه د منصوبه بندۍ ،پرمختګ او اصلاحات وزارت د هاؤسنګ اینډ ورکس ډویژن لپاره 14اربه 23 كروړه 80 لكهه روپۍ جاری كړي،3 اربه 70 كروړه خرڅ كړې شوي د خاص كسانو علم او كتابونو ته رسنه زياتولو لپاره اقدامات ضروري دي۔ صدر ډاکټر عارف علوي