اسلام آباد (مانند نیوز) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د کویت امير په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د خالي په ورځ د ایوان صدر میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د کویت امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح په مړينه دړديدلې يو،نن عالم اسلام د امت اسلامیه يو عظیم لارښود څخه محروم شوې۔صدر مملکت ووئيل زه د شاهی كورنۍ او کویت وګړو سره غمرازي كوم۔د پاکستان حکومت او اولس په دې سخت وخت كښې د كويت خپلو وروڼو سره ولاړ دي۔ صدر مملكت دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ليکنه چليدنه جسټس سردار طارق د لنډمهاله چیف جسټس سوګند پورته كړو ټول ټاكنو كښې به 12 كروړه 85 لكه 85 زره 760 ووټران د ووټ حق استعمالوي۔ الېكشن كمېشن