د ټيكس وركو ځورل به نه شي زغغملې: شهباز شريف

اسلام آباد(اے پی پی) وزيراعظم د ټيكس نه وركوونكو د ګرفتارۍ خبرونو نوټس اغستو سره وئيلي دي باقاعدګۍ سره د ټېكس ادا كوونكو ځورونه به په هېڅ ډول ونه زغملې شي٬ د كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارانو عزت په سر سترګو دوو ٬ د دوئي ځورونه د نه زغملو وړ ده٬ وزيراعظم په دې معامله د يوې خصوصي كمېټۍ جوړولو هدايت وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر چارو جاج اغستلو غونډه وشوه۔ وزیراعظم د میډیا رپورټ چې دج ټېكس نه وركوؤنكو د ګرفتارۍ په معامله دے سمدستي نوټس واخست۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د سېلز ټېکس نه وركوؤنكو د ګرفتارۍ اختيار د كال 1990ء لسيزې د قانون برخه دهے بياهم د اعلی عدالتونو پرېكړې تر مخه د دې لا مضبوط جوړولو له په بېلو شقونو كښې بدلونونه كولې شي۔ وزیراعظم د ټولې معاملې كره كتنه كولو څخه وروستو په سختۍ سره هدايت وكړو چې دا ډول كوم بدلون دې د كاروباري ورورولۍ يا ټيكس وركوؤنكو ځورولو لپاره ونه كارولې شي۔ وزيراعظم ووئيل باقاعدګۍ سره د ټيكس ادا كوونكو ځورونه به په هيڅ ډول قبلول نه كړې شي۔ ده ووئيل د كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو عزت په سر سترګو دے او د دوئي ځورونه د نه قبلولو وړ ده٬ وزيراعظم په دې معامله د يوې خصوصي كمېټۍ د جوړولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې د ټېكس قانون كښې د نيولو اختيار دې يوازې د غېر معمولي حجم ټېكس نه وركوؤنكو پورې محدود وساتلې شي۔ په دې اړه دې د اېكسټرنل ريويو او چېک اېنډ بېلنس فعاله نظام وضعه كړېے شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې په دې مامله دې په پارليمان كښې موجود ټولو اتحادي ګوندونو سره مشاورت باوري كړے شي۔ په غونډه كښې د دفاع ٬ قانون ٬ تجارت ٬ اقتصادي چارو ٬ د اطلاعاتو او خپرونو ٬ د رېلوے وزيرانو ٬ د اېف بي آر چيئرمېن ٬ د معاشي چارو كارپوهانو او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

16 + nine =