پاكستان د اماراتو په براكه اتومي توان پلانټ ډرون بريد وغندلو
اسلام آباد (مانند نیوز) پاكستان د متحده عرب امارات په براكه اتومي توان پلانټ د ډرون بريد غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت وياند په خپل بيان كښې وئېلي دي چې پاكستان د مئي په 17مه نېټه كال 2026 د متحده عرب امارات په براكه اتومي توان پلانټ د ترسره شوي ډرون بريد غندنه كوي۔ ده ووئيل چې پاكستان د متحده عرب امارات ورور اولس او حكومت سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي٬اتومي تنصيبات په نښه كول د نړيوال قانون پشمول د نړيوال بشري قانون٬ملګرو ملتونو منشور او نړيوال اتومي توان ايجنسۍ(آئي اے اي اے)دستور او قراردادونو كښې د درج شوې اتومي تحفظ او سلامتيا بنيادي اصولو سنګينه خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل چې اتومي تنصيبات بايد په كوم هم صورت كښې په نښه نه كړې شي۔ دا ډول غېر ذمه دارانه كاروائي بشري ځانونو٬ماحوليات او سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا لپاره په ممكنه توګه د تباه كن او نه پوره كېدونكې زيان سبب جوړېدې شي۔ده ووئيل چې پاكستان په ټولو ډلو زور راوړي چې هغوي د تحمل څرګندونه وكړي٬ د نړيوال قانون او نړيوال بشري قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ پوره كړي او دې ډول اقداماتو څخه ډډه وكړي كوم چې په منطقه كښې د نور تاؤ تريخوالي سبب جوړېدې شي۔ د هغه وينا وه چې د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او مقاصد له مخې خبرې اترې او سفارتكاري منطقه كښې د تل پاتې امن٬استحكام او تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره د عمل وړ يوازينۍ لاره ده۔(











