ګلګت بلتستان ۔ (مانند نیوز) د ګلګت بلتستان د ټولټاكنو 2026 غېر حتمي او غېر سركاري نتيجو له مخې د ګلګت ضلعې په دواړو حلقو كښې مهم سياسي شخصيات كامياب شوي دي۔ حلقه ګلګت-1 څخه د پاكستان مسلم ليګ (ن) كانديد او د ګلګت بلتستان پخوانے وزيراعلی حافظ حفيظ الرحمن لوے اكثريت سره كامياب ګرځولے شوے دے۔ بل اړخ ته حلقه ګلګت -2 څخه د پاكستان پيپلز پارټۍ صدر او كانديد امجد حسېن اېډووكېټ خپل مقابل كانديدانو له ماتې وركولو سره كاميابي ترلاسه كړې ده۔ تر دې دمه د ترلاسه شوو غېر سركاري نتيجو له مخې پاكستان پيپلز ګوند 10 چوكو سره تر ټولو د لوے اكثريتي ګوند په توګه رامخے ته شوے دے۔ د دې په مقابله كښې پاكستان مسلم ليګ نون په 6 چوكو كاميابي ترلاسه كړې ده۔ د تحريك انصاف يوازې 2 كانديدان كامياب شوي دي۔ دغسې 5 آزاد كانديدان او د مجلس وحدت المسلمين يو كانديد كامياب ګرځولے شوے دے ليکنه چليدنه د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي سره د اېچ بي اېل چيئرمېن ملاقات د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د سپيك ريفائنري پرائيوېټ لمېټډ پلاوي ملاقات