د وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېټۍ غونډه

اسلام آباد  (مانند نیوز) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېټۍ اوونيزه غونډه وشوه۔د نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېټۍ اوونيزي غونډي ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل د نړيوال فشار باوجود هېواد كښې د فرټيلائزر بيعي مستحکمي پاتي كيدل خوشبينه دي، د حکومتي اقدامات له امله ګرانۍ كښې وخت تيريدو سره سره كمې راځي۔ده ووئيل د ټرانسپورټ په کرايو كښې اضافه نه ده شوي، د چرګانو بيعه د خليج جنګ څخه وړاندې كچې ته راغلي۔ احسن اقبال ووئيل پولټري سيکټر كښې د بيعو استحکام لپاره کولډ چين انفراسټرکچر جوړولو ضروري دې۔ده سپارښتنه وكړه چې کولډ چين په اړه تجاويز دې 5 ورځو كښې مرتب کړې شي۔ احسن اقبال ووئيل كلي والو سيمو كښې غير معياري غوړي او د خوراك څښاك په نورو څيزونو قاغبو موندلو لپاره دې كوټلي ګامونه پورته كړې شي،بيعو كښې استحکام لپاره دې ټولې صوبائي او وفاقي ادارے چمتو شي او ضروري څيزونه دې په زيات مقدار كښې باوري كړي ۔وفاقي وزير اوونيز بيعو په مانيټرنګ د شماريات ادارې او صوبائي حکومتونو کارکردګي وستائيله۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں