د نائب وزيراعظم و خارجه وزير په مشرۍ كښې غونډه٬ راتلونكي بجټ لپاره د ټيکس پاليسۍ په وړاندېزونو غور شیئر کریں Admin مئ 14, 2026May 14, 2026 0 تبصرے 8 مناظر اسلام آباد مانند نیوز) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د وزيراعظم لخوا د جوړې كړې فالو اپ كمېټۍ د غونډې مشري وكړه چې پكښې راتلونكي بجټ لپاره د ټيکس پاليسۍ په وړاندېزونو غور وكړے شو۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې کميټۍ په بېلو تجويزونو د پېشرفت جاج واخست او په دې خبره ئې زور راوړو چې متوازن او په پرمختګ اډانه اقدامات وكړے شي چې مقصد ئې ټيکس نيټ ته پراختيا وركول، محصولات كښې اضافه او د سرمايه کارۍ پشمول معاشي ترقۍ ته وده وركول دي۔ کميټۍ د دې خبرې تذكره هم وكړه چې داسې متوازن او پرمختګ دوسته پاليسۍ دې خپلې كړې شي كومې چې په محصولات كښې زياتوالے وكړي او په باقاعدګۍ سره په ټېكس وركوونكو نور بار رانه شي۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو ډويژن وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د خزانې وزير مملکت٬ د خزانې سيکرټري٬ د اېف بي آر چيېرمېن او د نورو اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون كولو۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes