اسلام آباد  (مانند نیوز)وزیراعظم محمد شهباز شریف په قامي فکري ارتقاء كښې د استاذانو او اديبانو د تعمیري کردار او خدمات ستائنې كولو سره وئېلي دي كتابونه د پېړيو څخه د علم و دانائۍ او د لارښونې لازواله ذریعه پاتي شوې ده او د لوستې عادت د وګرو فکري روزنې ، تخلیقي صلاحیت او د باخبره پاتي كېدو لپاره بنیادي اهمیت لري ۔ د كتابونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې وزیراعظم ووئېل زه د كتابونو په نړيوالې ورځ وہ پاکستان او په ګرده نړۍ كښې لوستونكو ، ليكوالو ، اديبانو ، ناشرین، استاذانو او طالب علمانو ته كتابونو سره په مينه او د مطالعې سره په رغبت د زړه نه مبارکي په خاص توګه د پاکستان اديبانو او د استاذانو په قامي فکري ارتقاء كښې په تعمیري کردار او د دوي د قدر وړ په خدمات پېرزوئنې وړاندې كوم ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم ووئېل کتابونه د پېړيو نه د علم و دانائۍ او د لارښونې يوه زوال نه لرونكې ذریعه پاتي شوې، د کتابونو دائمي اهمیت او د مطالعې د انقلابي قوت ادراک یقیني ده چې د شعور لرونكې ذهن عکاسي كوي۔ کتابونه نوے سوچ، مختلف نقطه نظر او كلتورونه معارفي کوي او ذهني افق او فهم ته پراختيا وركوي ۔ده ووئېل کتابونه شعور لرونكے ذهن تشکیلوي ، تنقیدي سوچ ته د ودې سره سره د خواخوږۍ، امن و برداشت غوندې اوصاف رامخې ته كولو هم ذریعه ده ، هم دا مثبت اوصاف د يوې امناكه او پرمختګ كړې ټولنې بیناد مضبوطوي۔ وزیراعظم ووئېل د نن ټیکنالوجۍ او د ډیجیټل ترقۍ په دور كښې ډیجیټل ذرائعو څخه تر معلومات رسنه كښې آسانۍ سره د کتابونو او مطالعې اهمیت نور هم زيات شوے دے ۔ د مطالعې عادت فکري روزنه، تخلیقي صلاحیت او باخبره وګري جوړېدو لپاره بنیادي حیثیت لري۔ ده ووئېل د پاکستان په زړه پورې ادبي روایات، علمي ورثه او علم و دانش د قامي ترقۍ بنیادي ستنې دي۔ د کلاسیکي علومو نه واخلې تر جدید ادب، زمونږ ادیبانو او دانشورانو د قدر وړ خدمات تر سره كړې دي كوم چې نن هم د نوي نسل لپاره د لارې مشالونه دي۔ وزیراعظم ووئېل ځوان نسل كښې د مطالعې رحجان ته وده وركول او تر معیاري کتابونو رسنه باوري كول ډېره ضروري ده ٬دغسې چې د دوي د يو شعور لرونكې او ذمه وار وګري په حېث تربیت وكړے شي ۔ده ووئېل د تعليم وفاقي وزارت او نیشنل بک فائونډیشن د لوستې ودې، د ليكوالو و ناشرین معاونت او د معیاري و ارزانه کتابونو وركړې لپاره هڅې كوي ۔ ده ځوانانو،، مور پلار او او تعلیمي ادارو ته په خاص توګه غږ وكړو چې دوي په اجتماعي توګه ټولنه كښې د لوستې عادت ته ودې وركولو كښې خپل کردار ادا کړي ۔ ده ووئېل راځې چې د خپل لوظ تجيد وكړو چې مونږ به د خواندګۍ ودې، تر علم رسنه كښې آساني او د تحریر و کتابونو قدر رامخې ته كولو كښې كردار ادا كوو ٬ دغسې چې په علم اډاڼه، شعور لرونكي او روشن خیاله پاکستان جوړولو كښې خپل فرض ادا کړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *