ډاكټر عافيه صديقي كيس ، وفاقی آئینی عدالت د اسلام آباد هائی کورټ په كارروايۍ امتناعي حكم جاري كړو

اسلام آباد۔ وفاقي آئیني عدالت (اېف سي سي) په ډاكټر عافیه صدیقی کېس كښې د اسلام آباد هائی کورټ (آئی اېچ سی) په كارروايۍ امتناعي حكم جاري كولو سره د هائي كورټ مقرره شېډول معطل كړو۔ دې څخه وروستو دا مهال په دې كېس كښې نوره كارروائي نه شي كدې ۔ د وفاقي آئینی عدالت چیف جسټس جسټس امین الدین خان په مشرۍ كښې درې كسيز بېنچ د كېس سماعت وكړو۔ عدالت د وفاقي حكومت لخوا په دائر كړو اپيلونو د سماعت څخه وروستو د اسلام آباد هائي کورټ په ډاكټر عافیه صدیقی کېس كښې له نورې كارروايۍ په خاص توګه د توهين عدالت ممكنه كارروايۍ مخ په وړاندې بوتللو څخه منع كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې د اسلام آباد هائي كورټ جسټس سردار اعجاز اسحاق خان وزيراعظم شهباز شريف او وفاقي كابينې ته نوټس جاري كولو سره سپيناوے غوښتے ؤ چې د ډاکټر فوزیه صدیقی لخوا په امريكا كښې د روانو قانوني هڅو ملاتړ ولې ونه كړے شو۔ هائي کورټ په ځينو موقعو سخت ريماركس وركړې وو او د عدالت سپكاوي پلو يۍ اشاره هم كړې وه۔ د سماعت په مهال ایډیشنل اټارنی جنرل راشد حفیظ د وفاقي حكومت نمائندګي وكړه او د ډاكټر فوزيه صديقي لخوا اېډوكېټ عمران شفيق وړاندې شو۔ وفاقی آئینی عدالت ډاکټر فوزیه صديقي ته هم نوټس جاري كړے دے او په راروان سماعت كښې د اپېلونو د سماعت وړ ګرځولو يا نه او په نورو قانوني نكتو به غور كولې شي۔ د ډاكټر عافيه صديقي خور ډاكټر فوزيه صديقي اسلام آباد هائي كورټ ته رجوع كولو سره موقف اختيار كړے ؤ چې په امريكا كښې بنديوانه ډاكټر عافيه صديقي بېلو ناوړه ستونزو سره مخ ده او د حكومت لخوا مستقل او د باور وړ معلومات نشي وړاندې كولې ۔ حکومت موقف اختيار كړو چې د ډاكټر عافيه صديقي په معامله په سفارتي كچه د دې څخه وړاندې هم اقدامات شوي دي۔ په اكتوبر 2024 كښې وزيراعظم امريكائي صدر ته د رحم د اپيل ملاتړ له چيټۍ ليكلې وه ٬ دغې څخه وروستو د اعلی كچې يو پلاوې هم امريكې ته ولېږلے شو۔ د بنديوانو منتقلۍ سره د اړوندو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه لوظنامو هڅې هم وكړې شوې۔ بياهم امريكې په دې لړ كښې كومه خوښي يا چمتووالے ښكاره نه نه كړو۔ د وفاقي آئيني عدالت لخوا د امتناعي حكم له جاري كېدو وروستو اوس په اسلام آباد هائي كورټ كښې په دې كېس نوره كارروائي تر راروان سماعت ځنډولې شوې د

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

8 − 2 =