خبرو اترو كښې مو د نيك نيتۍ سره ګډون كړې،مونږ خپل ريډ لائن واضحه كړې چې په كومو كومو څيزونو ګنجائش وركولې شو او په كومو څيزونو نه شو وركولې ۔ د امريكې نائب صدر جے ډي وينس ميډيا سره خبري اتري

اسلام آباد  (مانند نیوز) د امريكې نائب صدر جے ډي وينس د خبرو اترو لپاره په ښه كوربتوب كولو د پاكستان مننه كولو او كومي نتيجې ته نه رسيدل د امريكا او ايران دواړو لپاره خراب خبر ګرځولو سره وئيلي دي ايران له ښه وړانديز وركولو سره بيرته روان يو،ګورو چې ايران څه ځواب وركوي،21 ساعته د ايران پلاوي سره په ګڼو او مهمو چارو خبري اتري شوي،مونږ خپل ريډ لائن واضحه كړې،زمونږ بنيادي هدف دا دے چې ايران اتومي وسلي ترلاسه نه كړي،په ښه كوربتوب د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير مننه كوو۔ هغوي د خبرو اترو كاميابولو او دواړو هېوادونو ترمينځه فاصلے كمولو لپاره په زړه پوري هڅي كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكا او ايران ترمينځه خبرو اترو په اړه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔جے ډي وينس ووئيل 21 ساعته خبرو اترو په مال د ايران پلاوي سره په ګڼو او مهمو چارو تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه شوي ٬ دا ښه خبر دے او خراب خبر دا دے چې مونږ څه لوظنامې ته نه يو رسيدلي او زما په خيال زه دا د امريكې څخه زيات د ايران لپاره خراب خبر ګڼم۔ده ووئيل مونږ د څه لوظنامې نه غير امريكا ته ځو،مونږ خپل شرطونه په واضحه ډول وړاندې كړي،خبرو اترو كښې مونږ نيك نيتۍ سره ګډون كړې، مونږ خپل ريډ لائن واضحه كړې چې په كومو كومو څيزونو ګنجائش وركولې شو او په كومو څيزونو نه شو وركولې خو ايران زمونږ شرطونو نه منلو انتخاب كړې،د ايران چارواكو ته مو وئيلي چې زمونږ تجويزونه اومني۔ده ووئيل واضحه باور كولو ته اړتيا ده چې ايران به جوهري وسلي نه جوړوي،زمونږ بنيادي هدف دا دے چې سباؤن كښې اريان اتومي وسلي ترلاسه نه كړي،مونږ ايران له ښه آفر وركوو،دا زمونږ حتمي او ښه وړانديز دے،اوس ګورو چې ايران زمونږ په وړانديز څه ځواب وركوي۔ده ووئيل په ښه كوربتوب كولو د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير مننه كوو،هغوي د خبرو اترو كاميابولو لپاره په زړه پوري هڅي كړي،د پاكستان د اړخه د خبرو اترو په مهال د دواړو هېبوادونو ترمينځه د فاصلے كمولو لپاره بشپړه هڅي شوي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

10 − 2 =