اسلام آباد۔(مانند نیوز) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په سورېنج كوئله كان پېښه كښې د مزدورانو په ځاني زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ په يو پېغام كښې هغه وويل په سورېنج كښې د كوئلې كان پېښه د افسوس وړ ده ، خواري كښ د هېواد قيمتي اثاثه دي۔ سردار ایاز صادق غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ تاسو سره يو برابر ولاړ يو۔ سپیکر اړوندو چارواكو ته ژوبل شوو لپاره د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت كولو سره په حق رسېدليو له د لوړو درجو او ټپيانو له د زر روغتيا دعا وكړه۔(

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *