د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د كے پي ملاتر ضرورې دے۔ډاكټر مصدق ملك
اسلام آباد(مانند نیوز)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د صوبائي سيمو څخه د ترهه ګرۍ ناسور ختموول لپاره د خېبرپښتونخوا(كے پي)حكومت ملاتړ ډېر مهم دے۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي)صوبائي حكومت ته د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د وفاقي حكومت مرسته پكار ده۔ده ووئيل اپوزېشن له هم په پارليمان كښې خپل كردار ادا كول پكار دي او په قامي مسئلو بحث كول پكار دے۔د اپوزېشن سره د خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر مصدق ملك ووئيل مونږ په ګڼ شمېر موقعو د پي ټي آئي قيادت ته د خبرو اترو وړاندېز كړے خو د ګوند قيادت په بيلو ډلو كښې تقسيم دے۔
Load/Hide Comments













