د سيد يوسف رضا ګيلاني په لاچي كښې په پوليس وين د بريد او سوئيلي وزيرستان كښې د سكول ويجاړولو پيښې غندنه

اسلام آباد (مانند نیوز) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په لاچي كښې په پوليس وين د بريد او په سوئيلي وزيرستان كښې د چاؤديدونكو توكو دلارې د سكول ويجاړولو پيښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د سېنېټ چيئرمېن په كوهاټ كښې د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د ډي اېس پي لاچي اسد محمود٬ پوليس اهلكارو او د يو وګړي په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا كولو سره ووئيل ټول قام په دې دړدېدلې پېښه خفه دے او د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ سېنېټ سېکرټرېټ څخه جاري شوي د غمرازۍ په خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د پوليس او امنيتي ځواكونو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ ډی اېس پی اسد محمود او نورو اهلكارو ګران هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د بهادرۍ او فرض شناسۍ يو اعلی مثال وړاندې كړو۔ قام خپلو مېړنو اتلانو ته سلام كوي۔د سېنېټ چیئرمېن ددې عزم پخلے وكړو چې د ترهګرو بزدلانه كارروايۍ د قام حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ ده وويل په رياستي كچه به ددې ناسور په ضد مؤثر اقدامات روان ساتلې شي۔ په سوئيلي وزيرستان كښې تعليمي ادارې ته د زيان رسيدو په پېښه ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره ده ووئيل د زده كړو دښمنان د هېواد سباؤن تياره ليدل غواړي٬ قوم او رياست به هغوي په خپلو ناپاك عزائمو كښې كاميابېدو ته نه پرېږدي۔ د تعليمي ادارو تحفظ د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دے۔ د سېنېټ چيئرمېن په بريد كښې ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا كولو سره اړوندو طبي چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې ژوبل شوو لپاره غوره طبي آسانۍ باوري كړي۔ ده ووئيل رياست د شهيدانو قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري او د هغوي پسماندګان به يوازې پرېښودلې نه شي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں