د خېبر پښتونخوا حکومت د عمران خان لپاره خوشي كولو فورس جوړوي خو د ترهه ګرو په ضد خبره نه كوي۔خواجه آصف
اسلام آباد (مانندنیوز) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د کخېبر پښتونخوا حکومت عمران خان لپاره د خوشي كولو فورس جوړوي خو د ترهه ګرو په ضد خبره نه كوي، د کے پی حکومت د شهيدانو په جنازو كښې د ګډون څخه دډه كوي، د پی ټي آئي ټولو ډلو تر مينځه يو شمير اختلاف شته خو په يوه مشئله اتفاق لري چې عمران خان دې دننه وي۔د سوشل میډیا په پلیټ فارم ایکس جاري بيان كښې خواجه آصف ووئيل هره ورځ پوليس اهلكار شهيدان كيږي او ژوندي سوځولې كيږي خو پام لرنه د پي ټي آئي باني ته اول او آخر كېږي ، پاتي هر څيز هيڅ معنی نه لري۔ خواجه آصف ووئيل د هېواد سلامتيا كوم وقعت نه لري،بهر ناست یو ټیوبرز خپله دھندہ چلوي،دننه ناست يو بل ته سپكي سپوري وائي۔ده ووئيل دا څه ډول سياسي ګوند دے د كوم ډلي چې چا ته هم نه دي معلومې ،ټول غواړي چې هغه دننه وي، د پي ټی آئی په ټولو ډلو كښې يو شمير اختلاف شته خو په يوه مسئله يو موټے دي چې عمران خان دننه وي۔













