اسلام آباد (مانند نیوز) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د عمران خان د سترګو دوېم طبي پروسيجر لپاره حکومت قانوني او بشري تقاضې ترسره كړې ٬ په سختو امنيتي انتظاماتو كښې پمز ته منتقل كړے شو۔ د نهې په ورځ پخپل اېكس وضاحتي بيان كښې ده ووئيل د ډاکټرانو د هداياتو له مخې د وړومبي پروسيجر نه پس دعمران خان بينائي بهتر شوې او د دې له مخې ماهر ډاكټرانو د دوېم پروسيجر سفارش كړې٬ نن دا عمل په كاميابۍ سره بشپړ شوے او د ميډيكل ډلې د کليئرنس نه پس بېرته زندان ته منتقل كړے شو۔ عمران خان ته به بل انجېکشن په 24 مارچ لګولے شي۔ ده ووئيل هر بندي ته د قانون له مخې طبي سهولتونه وركول د رياست ذمه واري ده او په دې معامله كښې هم ټول انتظامات سپېځلې او د ضابطې له مخې شوې دي ليکنه چليدنه د سپيكر اياز صادق پشين كښې د فتنة الخوارج په ضد په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې د سيد يوسف رضا ګيلاني په لاچي كښې په پوليس وين د بريد او سوئيلي وزيرستان كښې د سكول ويجاړولو پيښې غندنه