د سپيكر اياز صادق پشين كښې د فتنة الخوارج په ضد په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

اسلام آباد(مانند نیوز) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په پشين كښې د هندي ملاتړ لرونكې فتنة الخوارج په ضد د كامياب آپرېشن په مهال د 5 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته د پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ نېشنل اسمبلی سېکرټرېټ څخه د ګل په ورځ د خپور شوي بيان له مخې سپيكر سردار اياز صادق د ترهګرو په ضد په پرله پسې كارروائيو كولو د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت ٬ فوري حكمت عملۍ او آپرېشنل صلاحيتونو ستائنه كولو سره ووئيل چې د امنيتي ځواكونو په مړانه او مهارت ټول قام وياړي۔ سپيكر ووئيل مېړنو ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره د فتنة الخوارج ترهګر په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړي دي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې تلپاتے امن په ځائې كولو له د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو كردار د ستائنې وړ دے۔ سپيكر ددے عزم پخلے وكړو چې هېواد څخه د بهرني ملاتړ لرونكو ترهګرو په بشپړه توګه ختمولو له قام د امنيتي ځواكونو تر څنګ ولاړ دے۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں