وزيراعظم شهباز شريف د ډي ايف سي عهديدارو سره ملاقات٬ توان، کان کنۍ و معدنيات، زراعت او د آئي ټي په څانګو كښې په سرمايه كارۍ زياتولو زور

واشنګټن  (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او امريکې ترمېنځه زياتېدونكې معاشي شراكتدارۍ ده وده وركول او د دواړو هېوادونو نجي ادارو ترمېنځه مشتركه منصوبې فعاله كولو كښې د انټرنيشنل ډويلپمنټ فنانس کارپوريشن د كليدي كردار ستائنه كولو سره د توان، کان کنۍ و معدنيات، زراعت او د انفارميشن ټيکنالوجي (آئي ټي) په څانګو كښې منصوبو لپاره د سرمايه كارۍ په زياتولو زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د يونائيټډ سټيټس انټرنيشنل ډويلپمنټ فنانس کارپوريشن (ډي اېف سي) چيف ايګزيکټو آفيسر بينجمن بليك په واشنګټن كښې ملاقات كړې٬ دوي سره د ډي اېف سي د سرمايه کارۍ مشر کونر کولمين او د ايجنسۍ سينئر قيادت هم موجود وو۔ وزيراعظم د پاکستان او امريکې ترمېنځه د مغاشي شراكتدارۍ ودې او د دواړو هېوادونو د نجي ادارو ترمېنځه د مشتركه منصوبو په فعاله كولو كښې د انټرنېشنل ډوېلپمنټ فنانس کارپوريشن د كليدي كردار ستائنه وكړه كومه چې د روزګار موقعې پېدا كولو او پيداواري صلاحيت كښې اضافې لپاره ضروري دے٬ د پاکستان د معيشت بهتر كوٶنكې ميکرو اکنامك بنيادي اصولو، ډھانچه جاتي اصلاحاتو او سرمايه کاري لپاره زړه راښكونكې ماحول لپاره د حکومت په عزم رڼا اچولو سره وزيراعظم ډي اېف سي ته بلنه وركړه چې ھغوي دې توان، کان کنۍ و معدنيات، زراعت او د آئي ټي په څانګو كښې سرمايه كارۍ زياته كړة۔ ده د ډي اېف سي د يو بلين ډالرو د زيات پورټ فوليو ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادي ترجيحاتو ترمېنځه په همكارۍ يۍ رڼا واچوله كومه چې کاروباري مرستې (بي ټو بي) ته وده وركولو لپاره په شريكه توګه ګټورې موقعې رامخې ته كوي۔ وزيراعظم ډي اېف سي ته په اپريل كښې په اسلام آباد كښې كېدونكې معدنيات کنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه۔ بينجمن بليك وزيراعظم د ډي اېف سي ستراتېژك اقداماتو، ترجيحاتو او په پاکستان كښې د متوقع پراجېکټس په اړه خبر كړو او په پاکستان كښې د ډي اېف سي په سرمايه کارۍ كښې اضافه كښې ئې خوښي څرګند وكړه۔ ده ووئيل چې ډي اېف سي شراکت دار هېوادونو كښې د اقتصادي پرمختګ ملاتړ لپاره چمتو دے۔ وزيراعظم بنجمن بليك ته په پاکستان كښې د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې په شريكه توګه د ګټورې سرمايه كارۍ موقعې لټولو لپاره زر تر زره د پاكستان دورې بلنه وركړه۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں