د نائب وزیرِ اعظم سینیټر اسحاق ډار په نیویارک كښې د انډونيشيا خارجه وزير سوګیونو سره ملاقات ٬ د ورورولۍ پخوانيو اړيكو په پياوړتيا د اطمينان څرګندونه

اسلام آباد۔ (مانند نیوز) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په نيويارك كښې فلسطين سره اړوندې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اعلی كچې غونډې په موقع د انډونيشيا خارجه وزير سوګيونو سره ملاقات وكړو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا خپور شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو په پراختيا او پياوړتيا يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په خاص توګه د غزه او لوئيديزې غاړې په وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې په فلسطين كښې عادلانه٬ د اوږدې مودې او بشپړ امن په ځاې كولو له په نزدې مرسته اتفاق وكړو۔ نائب وزیرِ اعظم سېنېټر اسحاق ډار تېر كال دسمبر كښې د انډونیشیا د صدر پروبوو سوبیانتو د پاكستان كاميابې دورې ذكر كولو سره د دورې خصوصي اهميت په ډاګه كړو۔ ده ووئيل دغې دورې سره دوه اړخيزه همكارۍ ته نوے تحريك ترلاسه شو او دې څخه په تېرو لسيزو كښې د ترلاسه شوي پرله پسې پېشرفت عكاسي كيږي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں