ملتان (مانند نیوز) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د نوموړي صنعتکار ارواښاد خواجه جلال الدین رومي په مړينه لاس نيوې لپاره د جمعې په ورځ د هغه كور ته لاړو او د ارواښاد ورور خواجه یونس، خواجه الیاس او زوي خواجه نجم او نوري كورنۍ سره د غم دړد څرګندونه وكړه۔د سېنېټ چیئرمېن د ارواښاد بخښني لپاره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل خواجه جلال الدین رومي د ملتان نوموړې صنعتکار،ویژنري بزنس لیډر او کاروباري ورورورلۍ نمائندہ شخصیت ؤ۔هغه د ایوان صنعت و تجارت ودي او د اولیاﺀ ښار معاشی پرمختګ كښې په زړه پوري كردار ترسره كړے ،د هغه خدمات ته به عمر له د قدر په سترګه كتلې شي۔ده ووئيل د ارواښاد مرګ د کاروباري و صنعتی حلقو لپاره لويې زيان دے۔سید یوسف رضا ګیلانی د ارواښاد لوړو درجو او كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه ۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ ليکنه چليدنه وزيراعظم شهباز شريف د ډي ايف سي عهديدارو سره ملاقات٬ توان، کان کنۍ و معدنيات، زراعت او د آئي ټي په څانګو كښې په سرمايه كارۍ زياتولو زور د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك دغسې د ورځي درجه حرارت معمول څخه زيات وي۔د موسمياتو محکمه