اسلام آباد۔ (مانند نیوز) د چيني نوي قمري كال په موقع لمانځلے كېدونكے روايتي اختر د سپرلي جشن ګردې نړۍ لپاره د اميد ٬ سوكالۍ او يووالي پېغام راوړي او دا د پاك – چين ملګرتيا او اولسي رابطو مضبوطولو يوه مؤثر هڅه ثابتېږي۔ د شورو په ورځ اے پي پي سري خبرو كښې د نړيوالو او چينائي چارو كارپوهه صحافی رشید صافی ووئيل چې د چينائي قمري كېلنډر له مخې نوے كال ’’اس‘‘ ته منسوب دے٬ كوم چې د استقامات ٬ هڅو او رفتار علامت ګڼلے شي۔ ده وويل دا ډول اختر كلتوري هم آهنګۍ ٬ ملګرتيا او د ګډ پرمختګ عزم له نوے تقويت وركوي۔ ده ووئيل د چين په نړيواله كچه پرمختګ ٬ تلپاتې سرمايه كارۍ او سيمه ايزو تړون ته د ودې وركولو اقدامات پاكستان لپاره نوې موقعې رامخې ته كوي او د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي همكارۍ ته لا مرسته وركوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا ٬ كلتوري تبادلو او معاشي همكارۍ ته وده وركولو سره به په منطقه كښې د پرمختګ او استحكام نوے دور پیل شي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *