د سېنېټ چيئرمېن بنوں كښې د ميريان تھاڼې سره نزدې د بمي چاؤدني غندنه وكړه

اسلام آباد  (مانند نیوز) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بنوں كښې د ميريان سره نزدې د بمي چاؤدني غندنه كړې ده ۔د سېنېټ چيئرمېن د چاؤدني په نتيجه كښې ے د شهيدو شوو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ او د يووالي څرګندونې سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو۔ د سېنېټ چيئرمېن د شهيدانو لوړو درجو، د غمجنو كورنيو زغم او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ژوبل كسانو له ښې طبي آسانۍ وركړي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ترهه ګرۍ دا ډول ناوړه پېښې د قام حوصلې نه شي كمزوري كولې او هېواد څخه د ترهه ګرو ختمولو له به اجتماعي هڅي رواني وي۔ده د قانون نافذ کوونكو ادارو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره امن و امان لپاره د هغوي هلي ځلي وستائېلي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں