اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف د نوي چينائي كال په راتلو د چين صدر شي جن پنګ ٬ د چين ورور اولس او په ګرده نړۍ كښې چينائي وګړو له مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان او چين په هر قسمه حالاتو كښې په تزويراتي مرسته د اډانه لرونكې همكارۍ او د امن ٬ پرمختګ او سيمه ايز تړون په ګډ وژن عمل كوي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښی وزيراعظم د نوي چينائي كال 2026 كوم چې په چين كښې’’ د اس كال‘‘ ګرځولے شي ٬ په راتللو د چين صدر شي جن پنګ ٬ چينائي ورور اولس ٬ او په ګرده نړۍ كښې چينائي وګړو له مباركي وركولو سره وويل چې اس د ثابت قدمۍ ٬ توان او رفتار علامت دے۔ ده ووئيل پاكستان او چين تل لپاره مضبوط ورونړا دي كوم چې يو بل سره په همه موسمي ستراتيجيكي مرسته د اډانه همكارۍ ٬ امن ٬ پرمختګ او سيمه ايز تړون په ګډ وژن تړلې دي۔ ده دعا وكړه چې نوې كال دې زمونږ تلپاتې ملګرتيا لا قوي كړي او زمونږ دواړو هېوادونو د اولس سوكالۍ لپاره دې همكارۍ ته لا پراختيا وركړي۔ ټول قام ما سره يو غږ كېدو خپلو چينائي ورونړو او خوېندو ته د اس كال كښې روغتيا ٬ كاميابۍ او پرمختګ له نېكې هيلې وړاندې كوي۔ ليکنه چليدنه موجودہ قومي اسمبلي دويم پارليماني كال په مهال قانون سازۍ كښې تندي راغلي،27م آئيني بدلون پشمول 46 مختلف سرکاري بلونه منظور شوي د سېنېټ چيئرمېن بنوں كښې د ميريان تھاڼې سره نزدې د بمي چاؤدني غندنه وكړه