وزيراعظم سره د وفاقي وزير ملاقات، وفاقي وزير ته په اسلام آباد كښې امنيتي وضعې سره د اړوندو او نورو چارو په غوره ډول د حل كولو هدايت
لاهور (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوي ته په اسلام آباد كښې امنيتي و ضعې سره د اړوندو او نورو چارو په غوره ډول د حل كولو هدايت كړے دے۔ د خالي په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ملاقات وكړو په كوم چې هغه وزيراعظم د هېواد مجموعي امنيتي وضعې په اړه خبر كړو۔ ده وزير اعظم ته د اسلام آباد د مجموعي او امنيتي امنيتي صورتحال په اړه بريفنګ هم وركړو۔ وزیراعظم وفاقي وزير ته په اسلام آباد كښې امنيتي و ضعې سره د اړوندو او نورو چارو په غوره ډول د حل كولو هدايت وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير به ډېر زر د سري لنكا دوره كوي او د سري لنكا صدر انوار كمارا ډسانائيكے ته به د وزيراعظم شهباز شريف خصوصي پیغام هم ورسوي۔
Load/Hide Comments













