پينډۍ (مانند نیوز) چيف آف ډيفنس فورسز او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير(نشان امتياز (ملټري)، ايچ جے) د 12 نه تر 14 فروري د المان دوره كړي چرته چې هغه 62م ميونخ سكيورټي كانفرنس په موقع غونډو كښې ګډون كړې۔ انټر سروسز پبلك ريليشنز (آئي اېس پي آر) جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د دورے په مهال ګڼو مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كړي۔ده د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو سره ملاقات كړې او هغه سره ئې د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه كړي، چې پكښې نړيوال او سيمه ايز سكيورټي صورتحال او ترهه ګرۍ مخنيوي كښې مرسته شامل وه۔آئي ايس پي آر له مخې د المان چارواكو سره د خپلو ملاقاتونو سلسله كښې كښې فيلډ مارشل د املان د كورنيو چارو وزير اليګزينډر ډوبريندرټ، د املان وفاقي چانسلر فارن پاليسي او سكيورټي پاليسي ايډوائزر ګنټر ساؤټر او د وسله والو ځواكونو چيف آف ډيفنس جنرل كارسټن بروير سره ملاقات كړې۔ ملاقاتونو كښې موجوده سكيورټي مسئلو،د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستي او دوه اړخيزه مكالمے د لارې نړيوال امن و سلامتيا ودي په حاجت زور راوړې شوے۔د آئي ايس پي آر له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير برازيلين وسله والو جوائنټ اسټاف چيف ايډمرل ريناټو روډريګز ډي ايګيار فريئر سره د نتيجے وړ ملاقات كړې او دواړو هېوادونو ترمينځه ئې په دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه كړي۔د لبنان د وسله والو ځواكونو كمانډر جنرل روډولف هيكل هم د فيلډ مارشل سره ملاقات كړې۔په دې مهال د نړيوال او سيمه ايز سكيورټي صورتحال او دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستي په زياتولو خبري اتري شوي۔ ليکنه چليدنه وزيراعظم سره د وفاقي وزير ملاقات، وفاقي وزير ته په اسلام آباد كښې امنيتي وضعې سره د اړوندو او نورو چارو په غوره ډول د حل كولو هدايت موجودہ قومي اسمبلي دويم پارليماني كال په مهال قانون سازۍ كښې تندي راغلي،27م آئيني بدلون پشمول 46 مختلف سرکاري بلونه منظور شوي