ګوادر انټرنېشنل هوائي ميدان به د بلوچستان كر كېلې٬معدنيات او د كبانو نيونكو څانګو ته تر قامي او نړيوالو منډيانو رسنې له مرسته وركړي۔ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد (مانند نیوز)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سينيټ ته وئېلي دي نوې ګوادر انټرنېشنل هوائي ميدان كوم چې د 20 جنورۍ 2025 څخه فعاله دے٬ګوادر فري زون او ښه سترو لارو له امله به د بلوچستان كركېلې ٬معدنيات او كبان نيونكو څانګو ته تر قامي او نړيوالو منډيانو رسنه كښې مرسته وركړي۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په ځائے د پوښتنې ځواب كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل ګوادر هوائي ميدان او اړوند انفراسټركچر په صوبه كښې تجارتي لاجسټكس او معاشي هلو ځلو ته د ودې وركولو پراخه حكومتي هڅو برخه ده۔ده ايوان ته ووئيل ګوادر پورټ نزدې په 2881 ايكړ زمكه په بشپره توګه جوړ شوے ګوادر فري زون فعاله شوے٬ كوم چې د تجارت٬ري ايكسپورټ٬ګودام سازۍ٬ وېش او صنعتي هلو ځلو ودې لپاره جوړ كړے شوے ۔فري زون كښې د بلوچستان زرعي٬معدنيات او كبانو نيونكو څانګو په اړه د مصنوعات پراسيسنګ٬پيكيجنګ او ويليو ايډېشن موقعې هم موجود دي۔وزير ووئيل فري زون كښې سرمايه كارو ته ګڼ شمېر مراعات وركړے كيږي چې پكښې وفاقي٬صوبائي او ځايې ټيكسونو څخه 23 كاله چهوټ٬ تر 99 كلونو د ليز موقعې او د مشينري او آلات په درآمد ډيوټي او سيلز ټيكس څخه استثنی شامله ده۔ده ووئيل ون ونډو آسانۍ٬ جوړ ګودام٬دفتري ځائے او صنعتي يونټس سره امنيتي انتظامات او دننه انفراسټركچر هم وركړے شوے۔د رابطه كارۍ اقدامات ذكر كولو سره وزير ووئيل ګوادر هوائي ميدان د نورو ضلعو څخه د لويو سترو لارو د لارې منسلك كړے شوے چې پكښې ايم-8 رتوډيرو-ګوادر موټروے٬ اين – 85 هوشاب-سوراب سترې لارې او اين -10 مكران كوسټل هائي وے شامل ده كومې چې ګوادر پسني او د اورماړه د لارې كراچۍ سره تړي۔اين-25 كراچي-كوئټه(چمن)سترې لارې هم د وفاقي فنډنګ څخه اپ ګريډ كړې شوي۔سينيټر دانش كمار اضافي پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د رتو ډيرو سړك او د ګوادر په اړه د انفراسټركچر معامله په بنيادي توګه د منصوبه بندۍ وزارت د كار په دائره كښې راځي۔













