ټوکیو۔20 اپرېل جاپان كښې د 7.5 درجې شدت له زلزلې وروستو سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے

ټوکیو۔20 اپرېل جاپان كښې د 7.5 درجې شدت له زلزلې وروستو سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے او په ممكنه توګه د ځپلې سيمو اوسېدونكو ته لوړو ځايونو كښې د پناه اخستلو هدايت شوے دے۔ د بي بي بي سي له مخې د جاپان ساحلي سيمې سانریکو ته نزدې په سمندر كښې د ګل په ورځ ماښام ٨ دقيقې كم ٤ بجې سخته زلزله راغله۔ د رپورټ له مخې زلزلې سره د سونامي 16 انچ لوړې چپې د واتے پریفیکچر میاکو نومې سيمې سره ټكر شوې۔ دې څخه وروستو د جاپان مېټرولوجیکل ایجنسۍ د سونامي د درې مېټره (10 فټه) لوړو چپو وارننګ جاري كولو سره د آئی واتے او هوکائیډو پریفیکچرز ساحلي سيمو اوسېدونكو ته لوړو ځايونو ته د تللو هدايت وكړو۔ د رپورټ له مخې د زلزلې مركز د جاپان شمال مشرقي ساحلي سيمې څخه 50 کلومیټره لرې په سمندر كښې 10 کلومیټره ژور و۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں