اسلام آباد څخه د روټ ټو مكه اولنے حج پرواز 270 عازمينو سره روان شو: خرم شهزاد شیئر کریں Admin اپریل 19, 2026April 19, 2026 0 تبصرے 33 مناظر اسلام آباد() وفاقی پلازمينه اسلام آباد څخه د كال 2026 حج آپرېشن په باقاعده توګه پېل شوے دے۔ د روټ ټو مكه منصوبې لاندې اسلام آباد څخه د اولني حج پرواز SV5723 د لارې 270 عازمين مدينې منورې ته روان شوي دي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف ٬ سعودي ډپټي هېډ مشن ال علي او جوائنټ سېكرټري حج اېم بخش سانګي عازمين رخصت كړل۔ وفاقی وزیر سردار يوسف په غوره آسانيو او مرسته خادم حرمېن شریفېن، ولی عهد بن سلمان، د سعودي د حج او عمرې وزیر ډاکټر توفیق بن ربیعه او سعودی سفیر نواف بن سعید المالکی ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقی وزیر روټ ټو مکه منصوبه عازمينو لپاره يو انقلابي سهولت ګرځولو سره ووئيل چې په اسلام آباد ايئرپورټ سعودي امېګرېشن او سفري چارې ترسره كولې شي۔ اسلام آباد څخه به 36 زره او کراچۍ څخه 29,800 عازمين دې څخه استفاده وكړي۔ په اولني ځل به لاهور څخه هم 30 زره عازمين روټ ټو مكه سهولت ترلاسه كړي۔ په ګرد هېواد كښې به په مجموعي توګه 95,800 پاکستانی عازمین دې نوي سهولت څخه مستفيد شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت حج انتظامات لا ښه كړې شوي دي۔ ده حجاج كرامو ته صبر او نظم وضبط سره د حج مكمل كولو هدايت كولو سره ووئيل چې د سعودي قانون پابندي كول او د خدام الحجاج په هداياتو عمل كولو په هر حاجي لازم دي۔ ده ووئيل حجاج كرام د پاکستان سفيران دي بايد مثبت كردار ترسره كړي۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes