د آثار قديمه ، معمارۍ او کلتوري دودونو پر بنسټ دوامداره ورثه زمونږ د ملي هویت بنياد دے: د صدر مملكت د كلتوري ورثې نړيوالې ورځې په موقع پيغام شیئر کریں Admin اپریل 18, 2026April 18, 2026 0 تبصرے 21 مناظر اسلام آباد(مانند نیوز) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې زه د ټول ملت په پشمول هغو اشخاصو ته د زړه له كومي مباركي وركوم كوم چې زمونږ د شريكې ورثې د ساتنې لپاره هڅې کوي۔ دا ورځ مونږ ته یادونه کوي چې مونږ کلتوري ورثه راتلونكو نسلونو لپاره خوندي وساتو د كومې اهميت چې په نړيواله كچه هم تسليم كړے شوے دے۔ پاکستان د نړۍ د پخوانیو تمدنونو په څلور لاره كښې موقعیت لري.د اولني پخواني حجري او نو حجري دورونو څخه واخله د پيتلو زمانې د سندھ وادۍ تر تهذيب ٬ د مهرګړھ ٬ موئن جوداړو او ګندھارا كلتوري عظمت څخه تر مغليه دورونو ٬ زمونږ خاوره د انساني تخليق ٬ جدت او د استقامت د پرله پسې سفر عكاسي كوي۔ دغو تمدنونو د آثار قديمه ، معمارۍ او کلتوري دودونو په صورت كښې يوه تلپاتې ورثه پرېښودلې ده كوم چې زمونږ د قومي شناخت بنياد ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت يصف علي زرداري د ورثې نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې ووئيل چې زمونږ غېر مادي كلتوري ورثه هم زياته مهمه ده په كومه كښې چې فولکلور، ژبې، موسیقي، مهارتونه او ښکلي هنرونه شامل دي.ده ووئيل زمونږ كلتوري ورثه د اجتماعي يادداشت او جذباتي ژوروالي عكاسي كوي۔ ده ووئيل زمونږ روايتي هنر د پاكستان كلتوري تنوع او مهارت روښانه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د ورثې تحفظ نه يوازې دا چې زمونږ ذمه واري ده بلكې دا سېلګرۍ ٬ كلتوري صنعت او معاشي فعاليتونو ته د ودې وركولو يوه مهمه موقع هم ده۔ زه په ټولو اړوندو حكومتي ادارو ٬ صوبائي چارواكو ٬ ټولنو او ځوانانو زور راوړم چې هغوي دې په ګډه زموږ د كلتوري ورثې تحفظ ٬ بقا او دې ته وده وركولو سره هڅې وكړي۔ 0Like0Dislike50% LikesVS50% Dislikes