د اسراییل او ایران جګړه؛ پاکستان به سبا د څلورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي
اسلام آباد (مانند نیوز) اسلام آباد به سبا د ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي ترڅو په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی کم کړي. پاکستان په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کمولو او د احتمالي جګړې مخنیوي لپاره یو لوی ډیپلوماتیک ماموریت په غاړه اخیستی دی. سرچینو ویلي چې د مارچ په ۲۹ او ۳۰ په اسلام آباد کې د څلورو هیوادونو یوه مهمه غونډه ترسره کیږي، چې پکې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي. دا ستراتیژیکه غونډه به د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ ترسره شي. د خبرو اترو اصلي اجنډا د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي واټن کمول او په سیمه کې د سولې او ثبات بیرته راوستل دي. پاکستان په دې ټوله پروسه کې د یو باوري منځګړي او اسانتیا برابرونکي په توګه راڅرګند شوی، او تمه کیږي چې د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو یو پړاو به هم ډیر ژر پیل شي. له بلې خوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اسلام آباد کې د غونډې تایید وکړ او ویې ویل چې اوس د جګړې مخنیوي لپاره “د خبرو اترو پړاو” راغلی دی. هغه څرګنده کړه چې د جګړې مخنیوي په اړه یو مهم پیغام د پاکستان له لارې رسول کیږي. “امریکایان زموږ سره همغږي دي او موږ هم په دوامداره توګه ایرانیانو ته د خبرو اترو د پرمختګ په اړه معلومات ورکوو. د مذاکراتو اوسنی دریځ د جګړې څخه مخکې وضعیت څخه په بشپړ ډول توپیر لري ځکه چې اوس جګړه یوې ټاکلې نقطې ته رسیدلې ده چیرې چې غوښتنې هم بدلې شوې دي.” خاقان فیدان له ښکیلو خواوو وغوښتل چې لومړني سخت دریځونه ډیر جدي ونه نیسي او انعطاف وښيي. هغه ومنله چې د تیرو تجربو په رڼا کې، ایران په خبرو اترو کې د باور له کمښت سره مخ دی، په هرصورت، ټوله نړۍ د دې غیر عادلانه جګړې پای ته رسیدل غواړي او د څو مهمو هیوادونو لپاره دا ناگزیر شوي چې دا مذاکرات بریالي کړي.












