پي ټي ډي سي به په راتلونكي پاکستان ټريول مارټ 2026 كښې ليډ ګورنمنټ پارټنر وي

اسلام آباد  (مانند نیوز) پاکستان ټورازم ډويلپمنټ کارپوريشن (پي ټي ډي سي) به په راتلونكي پاکستان ټريول مارټ 2026 كښې ليډ ګورنمنټ پارټنر وي٬ د سېلګرۍ دا درې ورځنې نړيوال نندارتون به د 3 نه تر 5م اپرېل د كراچۍ په اېكسپو سنټر كښې دوام لري۔ د پي ټي ډي سي چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې پاکستان ټريول مارټ 2026 به په هېواد كښې سېلګرۍ ودې، نړيوالې مرستې او نيټ ورکنګ لپاره يو اهم پلېټ فارم وركوي چې پكښې به ځائي او غېر ملكي ټور آپريټرز، ټريول کمپنيز او سېلګرۍ سره تړون لرونكې ادارې ګډون كوي٬ په ايونټ كښې د پاکستان ټورآپريټرز لپاره خاص پېكجز هم متعار كړې شوې دي دغسې ھغوي خپل كاروبار ته پراختيا وركړې شي او د پاکستان قدرتي مناظر، كلتوري ورثه او د سېلګرۍ ځايونه په نړيواله كچه رامخې ته كړې شي٬ ټور آپريټرز او د سېلګرۍ څانګې سره تړون لرونكو ادارو ته په نندارتون كښې د ګډون او د خپل سټالز د لارې د خدماتو وراندې كولو بلنه وركړې شوې ده٬ په دې لړ كښې آنلائن رجسټرېشن كېدې شي٬ نور معلوماتو لپاره انتظاميه سره په فون او اي مېل رابطه كېدې شي۔ د چارواكو وېنا ده چې پاکستان ټريول مارټ 2026 به د سېلګرۍ په څانګه كښې مرسته زياتولو او د سېلګرۍ په نړيواله منظر نامه پاكستان لا ځانګړې مقام جوړولو كښې اهم كردار ولوبوي

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

4 × 5 =