بهرني پاكستاني عازمين دې خپل حج پرواز څخه يوه اونۍ وړاندې حاجي كيمپ كښې تربيه ضرور ترلاسه كړي: د مذهبي چارو وزارت
اسلام آباد (مانند نیوز) د مذهبي چارو وزارت د حج 2026 بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني عازمينو ته وئيلي دي چې هغوي دې د خپل حج پرواز څخه يوه اونۍ وړاندې پاكستان ته رارسيدو سره حاجي كيمپ كښې تربيه ضرور ترلاسه كړي۔ د ګل په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند اے پي بي سره خبرو كښې ووئيل چې كومو سمندر پورې پاكستانيانو د حج حج 2026 سعادت ترلاسه كول دي هغه دې په پاک حج اېپ او وېب سائټ د موجود تفصيلاتو او پرېذنټېشن مطالعه وكړي دغسې چې هغوي د حج حوالې سره روانو اقداماتو او فعاليتونو څخه ځان خبر وساتي۔ ده ووئيل بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستاني عازمين دې د خپل حج پرواز څخه يوه اونۍ وړاندې پاكستان ته رارسيدو سره حاجي كيمپ كښې تربيه ضرور ترلاسه كړي۔
Load/Hide Comments











